د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې چاودنې څوارلس کسان وژلي


د ننګرهار په غني خيلو ولسوالۍ کې یوې چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون څوارلس تنه وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپیان کړي.


د غني خیلو ولسوالۍ اوسیدونکو مشال راډیو ته وویل،چې نن د پنجشنبې په ورځ د اختر په لومړی ورځ د باډیل په سیمه کې د یوې چاودنې له امله یولس تنه ښځې او درې ماشومان وژل شوي او ټپیانو شمېر نه دی روښانه.

د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې ټپیان د سیمې خلکو د سیمې روغتون ته وړي او ځينې يې د پاکستان پيښور ته انتقال کړي دي.

دوی وايي، چې په دغه سیمه کې یو تن د غالب په نامه ،چې د یوه قومندان ورور و څه موده وړاندې وسله والو په دې خاطر وژلی و، چې د سړک ساتنه يې کوله.

دغو میرمنو او ماشومانو غوښتل،چې د کوچني اختر په لومړی ورځ زیارت ته ولاړ شي او مړو ته دعا وکړي، چې په همدغه قبر کې ورته ماین ځای پرځای شوی او پرې چاودلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضيا عبدالزي هم دغه پېښه تاييد کړې او په خبره يې په یاده پېښه کې یوازې څلور تنه ښځې او پینځه ماشومان زخميانې دي او څوک تر اوسه وژل شوي نه دي.
XS
SM
MD
LG