د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن په افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ ده


نن په افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ ده چې په یو شمیر سیمو کې د اختر مونځ هم شوی دی.


په سعودي عربستان کې اعلان وشو چې نن د شوال میاشتې لومړۍ نیټه ده.

کله چې په سعودي کې اختر اعلانیږي ورسره جوخت په یو شمیر اسلامي هیوادو کې لکه افغانستان کې اختر کیږي.

په پاکستان کې د رویه هلال کمیټه چې کله میاشت وویني بیا د اختر اعلان کوي.

په قبایلي سیمو، د خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په ځینو علاقو کې هم نن اختر دی.

په پاکستان کې سبا جمع د کوچني اختر اوله ورځ ده.
د مشال راډیو ګڼ اوریدونکي د همدې سیمو دي، نو دوی ټولو ته دې وړوکی اختر مبارک وي.

سږ کال افغانان وړوکي اختر په داسې حال کې لمانځې چې د روژې میاشت په دې هیواد کې یوه له نا امنيو نه ډکه میاشت وه او په بیلابیلو ولایتونو کې چاودنې ، ځان وژونکې بریدونه او نورې پېښې وشوې چې ګڼو افغانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

په بیلابیلو ولایتونو کې امنیتي چارواکو ویلي چې د اختر په مناسبت یې ځانګړې امنیتي تدابیر نیولې او هڅه کوي چې په دې ورځو کې د نامنيو د پېښو مخه ونیسي .

بلخوا وسلوالو طالبانو هغه راپورونه رد کړې چې ګوندې دوی د اختر په ورځو کې به په جوماتونو او د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې چاودنې کوې .

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي ایمیل کې دا د حکومت د استخباراتي ادارو لخوا ناسم اطلاعات بللې او ټینګار یې کړی چې پر عامو وګړو بریدونه د دوی د اصولو خلاف دی .

وسلوال طالبان دا خبره په داسې حال کې کوي چې یوازې په تیره اونۍ کې په کندهار او ننګرهار کې څو بریدونه وشول چې په کی عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوړيدلي ده. که څه هم وسلوالو طالبانو د ځینو دې بریدونو پړه نه ده اخستي خو حکومتي چارواکي یې پړه پر طالبانو اچوې .
XS
SM
MD
LG