د لاسرسي ځای

په وردګو او غزني کې چاودنو ۲۶تنه مړه او ټپيان کړل



د تېرې چارشنبې په ماښام په غزني او ميدان وردګو ولايتونو کې چاودنې شوې دي، چې له امله یې شپږ ويشتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، چاودنې د خلکو د ګڼې ګوڼې په سيمه کې شوې دي.

چارواکي وايي، په هغه چاودنه کې چې تېره ورځ ناوخته په غزني کې وشوه، پکې د دريو پوليسو په ګډون څوارلس تنه ژوبل شوي دي.

دغه چاودنه د غزني ښار له ګڼې ګوڼې په ډکه سيمه کې فرخي څلورلارې کې وشوه.
د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، په ټپي شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دی وايي، وسله والو ماين يو دوکان ته نږدې ايښی وو، چې په ريموټ کنټرولېده.

"کله چې د پېښې ځای ته درې تنه پوليس رسېدلي او په دغه وخت کې ګڼ شمېر عام خلک هم د پېښې په ځای کې د اختر لپاره د سودا په اخيستلو اخته وو، په دغه وخت چاودنه شوې ده، چې پکې څوارلس تنه ژوبل شوي دي."

دی وايي، په ژوبلو شويو کسانو کې درې تنه پوليس، يوه مېرمن يو ماشوم او پاتې نور يې عام وګړي او دوکانداران دي.

د يو بل له مخې، بيا تېر ماښام روژه مات مهال د ميدان وردګو پر نرخ ولسوالۍ کې چاودنه شوې ده، چې پکې دوولسو تنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، د نرخ په تاترو سيمه کې د روژه ماتي پر وخت يوه چاودنه وشوه او کله چې خلک د پېښې ځای ته ورسېدل، نو دويمه چاودنه هم وشوه، چې نهه تنه يې ژوبل کړل.

دی وايي، په پېښه کې درې نور کسان وژل شوي هم دي.
چارواکي دواړه چاودنې د طالب وسله والو کارو بولي، خو دغې ډلې لا تر اوسه د يوې چاودنې په اړه هم څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG