د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې ۱۰ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده



د لغمان ولایتي چارواکي وايي،چې د دې ولایت د پولیسو ځانګړو ځواکونو نن چارشنبې په سهار وختي د الینګار ولسوالۍ اړوند سيمو کې عمليات ترسره کړي، چې په پایله کې د درې مشهورو قومندانانو په ګډون لس تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.


د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک مشال راډیو ته وویل، چې له یادې مرګ ژوبلې سره خوا کې د دوی ځواکونو درې تنه شکمن کسان هم نیولي دي.

"نن سهار وختي د لغمان ولایت د پولیسو ځانګړې قطعې د الینګار ولسوالۍ اړوند د ګنبې او سلینګار په سیمو کې خاص عملیات کړي چې د وسلوالو مخالفینو د درې قوماندانانو په ګډون په کې اووه کسه وژل شوي، درې تنه نور یې ټپیان شوي دي چې د مالوماتو له مخې د هغوی روغتیايي حالت هم د اندیښنې وړ دی او د دې تر څنګ درې تنه شکمن یې هم نیولي دي"

د ځواک په خبره په وژل شويو کسانو کې د مسافر، ماهر او حلیم په نامه مشهور هغه قومندانان شامل دي، چې د الینګار په دره کې د دولت ضد فعالیتونو مشري يې په غاړه لوده.

بلخوا وسله والو طالبانو تر اوسه د لغمان د یادو عملیاتو په اړه رسنیو ته تر اوسه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG