د لاسرسي ځای

المنصورین ډله وایي، د رضا ګیلاني زوی تښتولی


د المنصورین بریګیډ په نوم یوې وسله وال ډلې د پاکستان د پخواني وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني د زوی حیدر ګیلانې د تښتونې ذمه واري قبوله کړي.


د تیرې سه شنبې په مازیګر له یو نامالوم ځای یو تن چې ځان یې د یادې ډلې ویاند معرفي کوو مشال ریډیو ته په ټیلیفون ویلي دي چې علي حیدر ګیلانې دوی تښتولې او روغ جوړ دې.

علي حیدر ګیلاني د تیرې مې میاشتې په انتخاباتو کې د ملتان ښار د ۲۰۰مې حلقې نه د پنجاب اسمبلۍ له پاره د پیپلز ګونډ کاندید و.

نوموړې د یولسم مې د انتخاباتو څو ورځې وړاندې هاغه وخت وتښتول شو چې په خپل انتخاباتي کمپاین بوخت و.

په دغه پېښه کې د حیدر ګیلاني سکرتر وژل شوی او پنځه نور کسان ژوبل شوي وو.
XS
SM
MD
LG