د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان امنيتي ادارو پنجابی طالب کومندان نيولی



د پاکستان د استخباراتي ادارې يو چارواکي د نوم څرګندولو په شرط نن مشال راډيو ته ويلي چې امنيتي ادارو د ډېره اسماعيل خان په يو لوی هسپتال کې د پنجابي طالبانو مهم کومندان مجاهد احمد چې د فقير بابا او ابوبکر په نامه هم يادېدی نيولی او د پوښتنو ګروېږنو لپاره يې له ځان سره بېولی دی.


چارواکی زياتوي چې دغه کومندان پر ډېره اسماعيل خان جېل د وسله والو د بريد پر مهال زخمي شوی و چې اوس د دغه سيمي په يو لوی روغتون کې تر درملني لاندي و.

نوموړي په هسپتال کې د داخلې پر وخت له بل نوم او جعلي شناختي کارډ څخه کار اخستی و.

د ډېره اسماعيل خان پوليس هم پېښه تاييدوي او وايي چې مجاهد احمد امنيتي ادارو له ځان سره بېولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG