د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند په جلال آباد کې د قربانيانو له کورنيو سره مرسته



په کابل کې دهندوستان سفیر امر سینها نن جلال اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د شنبې د ورځې د پيښې له قربانیانو سره د مرستې تر څنګ د قربانیانو له کورنيو سره خپله ژوره غمرازي هم ښکاره کړه.


تيره شنبه په جلال اباد کې د هند قونسلګری ته نږدې د موټر په واسطه ځان وژونکی برید شوی و،چې په پایله کې نهه تنه عام وګړي ووژل شول او دارنګه یویشت تنه نور ټپيان شول.

د هند سفير په یاده پېښه کې د هر وژل شوي کورنۍ ته لس زره ډالر او د زخميانو لپاره په عمومي توګه شل زره ډالر او لس زره ډالر د هغه شهيد شوي جومات چې په دې پېښه کې ورته زیان رسېدلی لېږلي دي.

سفير ويلي، له هغه ځایه هندي چارواکو ورته امر کړی و چې جلال اباد ته ورشي او په پېښه کې د قرباني شویو کسانو له کورنیو سره مرسته وکړي.

نوموړي وویل چې دا باید افغان چارواکي معلومه کړي چې د دوی پر قونسلګری برید د چا لخوا شوی و خو نوموړي وویل چې په عامه توګه دا ښکاره خبره ده چې افغانستان ته ترهګر له پخوا نه د سرحدي سیمو له لارې راغلي.

"دیر لوړ شک دا دی چې دا کار چا کړی دی خو د دې پيښې د مالومولو دنده د ننګرهار ولايتي اداره ده او تر څو چې مالوم شوي نه وي له وړاندې نه يي ویل ښه نه دي خو په عمومي توګه ویلی شم چې افغانستان ته چې څومره خطره ده هغه د سرحد له اخوا ورته ده، په دې باندې ټول پوهیږي"

سفير سینها وویل چې که څوک وغواړي په دا ډول پيښو د هندوستان او افغانستان اړیکې خړې پړې کړي دا به د هغوی غلط فکر وي. نوموړی ټينګار وکړ چې هندوستان د افغانستان دوست هېواد دی او خپلې اړیکې به نورې هم دوستانه او ټینګې ساتي.
XS
SM
MD
LG