د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند وايي پاکستاني پوځ يې۵ سرتيري وژلي دي


هندي چارواکي وايي، چې د پاکستان پوځ په لانجمنه سرحدي سيمه کشمير کې د دوی پنځه عسکر وژلي دي.


د جمو او کشمير وزيراعلا عمر عبدالله نن د سشنبې په ورځ وويل، چې دا پېښه په شمال کې د دواړو هيوادنو تر منځ پر لانجمنې سرحدي کرښې لاين آف کنټرول رامنځ ته شوه.

د هند پوځ دا بريد د ۲۰۰۳م کال د اوربند د لوظنامې بربنډ تېری بللی دی.

بلخوا د پاکستان يو پوځي چارواکي انکار کړی او ويلي يې دي چې پر سرحد کومه پېښه نه ده رامنځ ته شوې.

راپور شوې دغه پېښه تر هغه يوازي څو ورځې ورځې وروسته رامنځ ته شوې چې پاکستان له هند سره د سولې د خبرو اترو د بيا پېلېدو وړانديز کړی و.

د سولې خبرې هغه وخت ودرېدې کله چې د روان کال د جنوري په مياشت کې د بريد پر مهال له يو هندي عسکر څخه سر پرې کړل شوی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG