د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې سېلابونو لسګونه کسان وژلي



د پاکستان چارواکی وايي په هېواد کی د پشکال په بارانونو او سیلابونو کې د مړو شمېر ۵۸ ته رسېدلی چې پکې ۱۶ کسان یوازي په خېبر پښتونخوا کې وژل شوي او لا هم د زیانونو په اړه راپورونه راروان دي.


دآفتونو د نظم د صوبايي ادارې مشر عاطف الرحمان په صوبه کې د اوښتي زیان په هکله مشال راډیو ته وویل، په دې کې پېښور، ډېره اسماعيل خان، ټانک، چترال او څه تاوانونه د نوښار او لکي مروت خواوو ته شوی دي. په پېښور کې ۱۰ کورونه په مکمله توګه وران شوی دي او ۶۰ په جزوي ډول وران شوي دي.

دا ډول په ټانک کې ۴۴ کورونه زيانمن شوي دي. په ډېره اسماعيل خان کې ۴۰۰ کورونه اغېزمن دي خو بشپړه راپور يې لا تر اوسه نه دی راغلی ځکه چې اوبه ختلي وې نو کله چې اوبه کښته شي بيا به يې صحيح جاج واخستل شي.؛

د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي دوی له مرکزی حکومته په سیلابونو او بارانونو کې له وړاندي څخه د خبرداري ورکولو د نظام پیاوړي کولو غوښتنه کړېده.

د یادوني وړ ده چې د دوشنبې په ورځ ځيني رسنیو ويلي وو چې په دې سیلابونو کې ۶۰ تنه وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG