د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګت بلتستان: دوه پوځي افسران يو پوليس وژل شوي


د ګلګت بلتستان په ضلع چلاس کې د وسله والو لخوا په يو بريد کې د ديامير ايس ايس پي هلال احمد خان پشمول د پوځ يو کرنل غلام مصطفى او يو کيپټن اشفاق وژل شوي دي.


د چلاس ضلعې ډپټي کمشنر اجمل بهټي مشال راډيو ته وويل چې دا کسان د دوی کور ته د امنيتي غونډو لړ کې يوې ناستې لپاره ورغلي وو.

ښاغلي بهټي زيارته کړه: ((تيره شپه زموږ د غونډې لپاره وه.نو کرنل صيب او باقي نور خلک زما کور يعنې ډي سي هاوس چلاس ته راغلې وو. هغوي زما د کور نه خوا او شا شل باندې يوه بجې ووتل. لاره کې ورته کسان وو چې پر دوی يې ډزې وکړي. دوی ځای په ځای ووژل شول او ګاډی يې هم له لارې لاندې غورځيدلی.))

اجمل بهټي زياته کړه چې پوليسو د پيښې تحقيقات شروع کړي دي خو لايې څوک نيولي نه دي.

د دې بريد پړه وسله والې ډلې جندالله په خپله غاړه اخيستي. د دغې ډلې يو تن چې ځان د جندالله ډلې وياند بولي مشال راډيو ته له نامالومه ځای څخه د ټيلي فون د لارې وويل چې دا بريد يې د تحريک طالبان پاکستان د مرستيال مشر، ولي الرحمان د وژنې په بدل کې کړی. ولي الرحمان څه موده وړاندې په يو ډرون بريد کې وژل شوی وو.
XS
SM
MD
LG