د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د نورو سېلابونو خبرداری ورکړل شو



په افغانستان کې د قدرتي آفتونو سره د مبارزې اداره په سیلاب ځپلو سیمو کې د نورو سیلابونو د امکان خبرداری ورکوي.


دې ادارې له ځپل شویو خلکو سره د زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.

د یادې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې په دې اړه د ولسمشر حامد کرزي د مرستیال په مشرۍ کې په یوه غونډه کې ځانګړې خبرې وشوې.

نوموړي له سیلاب ځپلو سره د مرستو په هکله وویل، موږ د دفاع وزارت او د داخلې وزارت کارکونکې روزلي تر څو د خلکو د ژغورلو لپاره فعالیت وکړي.

سیاس زياته کړه چې د ملګرو ملتو، د مرستندویه ادارو، خیریه ټولنو او انجو ګانو سره یې خبرې کړې او د مرستې مواد یې را غونډ کړي څو پر مصیبت ځپلو کورنیو وویشل شي

د افغانستان جمهوري ریاست پرون (دوشنبه) د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو خیریه ادارو څخه غوښته کړې چې په نهوو ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله ځپل شویو کورنیو ته مرستې زیاتې کړي.

مسوولین وايي چې په تیرو څو ورځو کې د کابل په څو ولسوالیو، ننګرهار، لغمان، خوست او کاپيسا ولایتونو کې سیلابونو خلکو ته ستر مالي تاوانونه هم رسولي دي.

دا اداره وايي چې د کابل د سروبي ولسوالۍ په ګډون په بېلا بیلو سیمو کې د سیلابونو له کبله تر ۷۰ تنه زیات مړه شوي او د ورکو شویو کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
XS
SM
MD
LG