دمشق - د شام ولسمشر بشار الاسد وايي، د حکومت له وسله والو یاغیانو سره به د سیاسي حل خبرې و نه کړي.
اسد دغه راز پر خپلو ځواکونو غږ کړی دی چې په کلکو ګزارونو سره مخالف وسله وال وځپي.
نوموړي دا څرګندونې تیر ماښام په دمشق کې د روژه ماتي په یوه محفل کې وکړې.
بشار الاسد وویل هیڅوک دا نه مني چې له تره ګرو سره دې د سیاست له لارې چلند وشي.
د هغه په وینا د شام جګړه هغه مهال پای ته رسیدلی شي چې تره ګرۍ له مینځه ولاړ شي.
د شام ولسمشر وویل د هیواد خلک يې باید دا پریکړه وکړي چې شام دې د قانون تر سیوري لاندې یو ریاست وي او که یو داسې هیواد چې واک يې له غلو او سره وي.
د شام په روانه جګړه کې تر اوسه له سلو زرو زیات کسان وژل شوي دي.