د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې تاو تریخوالی روان، څلور کسان وژل شوي


نن د کابل - جلال اباد پر لویه لاره د افغانستان د قبايلو چارو د وزارت پر يو سلاکار، ايوب زرين شوي برید کې هغه زخمی شوی او دوه ملګري يې وژل شوي دي. د سروبي ولسوالۍ د روغتون یو تن ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ويلي چې زخمي کسان پوځي هسپتال ته لېږدول شوي.

د يو بل خبر ترمخه نن سهار د کندهار ولايت په باغ پل سیمه کې په یوې چاودنې کې ۴ عام وګړي وژل شوي او ۲۲ تنه ټپیان دي.

د دې دواړو بريدونو ذمه واري لا هم چا پر غاړه نه ده اخيستي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG