د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت ماشومانو له پاره تعلیمي کمپاین پیلوي


د خيبر پښتونخوا حکومت وايي له راتلونکې مياشتې څخه به له تعليمه ليري پاتې شوي ماشومان سکولونو کې د داخلولو لپاره کمپاين شروع کوي.

د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير محمد عاطف نن مشال راډیو ته وويل چې صوبه کې دا مهال خوا او شا ديرش لکه ماشومان ښوونځيوو ته نه ځي او دوی به يې د تعليم لپاره هڅه کوي خو اپوزيشن ګوند عوامي نيشنل پارټي وايي د خيبر پښتونخوا حکمران ګوند هيڅ يوه نوي منصوبه نه ده شروع کړي او د تعليم د دې منصوبې په شمولې ډير نور کارونه هم دوی پخپل حکومت کې پيل کړي وو.
د يو بل خبر ترمخه د قبايلي سيمو د چارو اداره يا فاټا سيکټريټ وايي په هره قبايلي سيمه کې به يو يو کيډيټ کالج جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG