د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې سېلاوونو ۱۲ کسان وژلي دي


خوست - د افغانستان خوست ولایت چارواکي وايي، په مرکز او شپږو ولسوالیو کې له سیلاوونو څخه د اوښتو ځاني او مالي زیانونو کچه تر هغه زیاته ده، چې مخکې يې په اړه لومړني مالومات خپاره شوي ول.


د چارواکو په وینا د دوی د راغونډو شویو مالوماتو پر اساس تر دې مهاله ۱۲ تنه، چې شپږ يې ښځې او درې تنه په کې ماشومان دي وژل شوي او شپږ نور په زخمي حالت کې د سیلاب له منځ څخه د پولیسو او ځايي خلکو په همکارۍ ژغورل شوي دي.

د خوست د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ چې د یکشنبې ورځې په مازدیګر یوې خبرې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې په دې سیلابونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نولسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:

((د خوست په مرکزي سیمو ، ګربزو، تڼیو، موسا خېلو، صبریو او علیشیرو او تریزیو ولسوالیو کې نولسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښې ده، چې په دې کې بدبختانه ۱۲ کسان شهیدان شوي دي، پاتې اوه تنه يې ټپیان دي، خو دوی د سیلاونو له منځ څخه د ملي پولیسو او زموږ د وطندوسته ځوانانو په همکارۍ ژغورل شوي دي، په شهیدانو کې شپږ تنه میرمنې، درې تنه يې کوچني ماشومان او پاتې يې لویان دي.))

مبارز محمد ځدراڼ
مبارز محمد ځدراڼ
مبارز محمد ځدراڼ د مالي زیانونو په اړه وویل، چې ۵۰ کورونه او ۳۰ دکانونه ویجاړ شوي او همداشان یو شمیر نور مالي زیانونه هم اوښتي دي:

((د زرو جریبو څخه زیاته کرنیزه ځمکه تخریب شوې او یا هم په بشپړ ډول له مینځه تللې ده، د ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې لوی، لوی استنادي دیوالونه تخریب او له منځه تللي دي، تر ۵۰ زیات کورونه ویجاړ شوي او همداشان د صبریو ولسوالۍ په خالبیسات بازار کې د دیرشو په شاوخوا کې دوکانونه تخریب او په بشپړ ډول له منځه تللي دي، چې زموږ خلکو ته يې په مالي برخه کې زیات تاوانونه اړولي دي.))

د خوست د ولایت مقام ویاند وړاندې وویل، چې د مرستو له پاره د دوی شته امکانات بسنه نه کوي، ده د مرکزي حکومت او مرستندویه موسساتو څخه له زیانمنو سره د بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه:

((زموږ سره شته مرستې د دې کفایت او بسنه نه کوي، چې د خلکو د دې زختو زیاتو مالي تاوانونو، چې وراوښتي دي، ستونزې رفع کړي نو بناً زموږ غوښتنه د مرکزي حکومت د مشرتابه، د ټولو وزارتونو، مستقلو ادارو څخه دا ده او په نړیواله مرستندویه ټولنه باندې هم زموږ دا غږ دی او دا مو ترې غوښتنه ده، چې زموږ سره د دې سیلاب ځپلو خلکو په لاسنیوي کې مرسته وکړي.))

دا چې د بارانونو او توفانونو په لومړیو شیبو کې حکومت له سیلاوونو څخه د خلکو د ژغورنې له پاره کومې مرستې تر سره کړې په اړه يې ښاغلي ځدراڼ وویل:

((کله چې سیلاوونه راووتل او موږ ته مالومات راورسیدل، چې په ځینو سیمو کې سیلاوونه راوتلي او ښه زورور دي او خلک يې په منځ کې ایسار دي، نو د والي صیب تر مشرۍ لاندې بیړنۍ ناسته وشوه، چې په دې کې قوماندان صیب امنیې او د نورو ملکي ادارو رئیسانو هم ګډون درلود، نو دوی په ډېرې بیړې سره پولیسو ته دنده وسپارله، چې البته د ملي اردو سرتیري هم په کې شامل ول ، چې ټولو هغو سیمو ته چې سیلابونه په کې راوتلي او خلک په کې ایسار دي، ځانونه ورسوي.

خو تاسو پوهېږئ چې له یوې خوا زموږ هوايي ځواک کافي نه دی او یا په نشت سره حساب دی او له بلې خوا هوا هم خرابه وه، تر څو موږ ایساف ځواکونو ته مراجعه کړې وای، خو بیا هم موږ په ډېر افتخار سره ویلای شو، چې د ملکي مامورینو، د پولیسو او نوره وطندوسته خلکو او با احساسه خلکو په همکارۍ سره اوه تنه هېوادوال موږ په داسې مهال کې وژغورل چې هغوی د اوبو په منځ کې ول او هېچا يې هم دا تمه او توقوع نه درلوده، چې دوی به بیا هم له خپلو کورنیو سره یو ځای کیږي.))

د خوست ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ د خبري ناستې په پای کې له خلکو وغوښتل، چې د هر ډول مالي او ځاني زیانونو څخه د ځانونو د ژغورنې له پاره دې له خوړونو او سیلاوونو لیرو ابادیو کې اوسي او د خاسو او لرګیو د نیولو د نا چیزې ګټې لپاره دې په سیلاوونو نه ورګډیږي:

((موږ په تېر کې هم د غونډو او اعلامیو د خپریدو له لارې په خلکو غږ کړی دی، چې لومړی دې دوی په هغو سیمو کې د دوکانونو د جوړولو، د کورونو د جوړولو څخه لطفاً ډډه وکړي، چې هغه خوړونو او سیلابونو ته ډېر نږدې وي، ځکه په اکثرو سیمو کې چې اوس هم زیان رامنځته شوی دی په داسو سیمو کې دی، چې هلته یا دوکانونو د خوړ په غاړه جوړ شوي او یا هم کورونه ورته نږدې اباد شوي دي.

دویم په دې کې شک نشته چې زموږ خلک غریب دي اقتصاد يې کمزوری دی، دوی د سیلاب د راوتلو پر مهال په خوړونو کې د لرګیو د نیولو کوښښ هم کوي، نو زموږ غوښتنه دا ده، چې دوی دې د دې ناچیزې ګټې په پام کې نیولو څخه تېر شي، ځکه سیلاب نه مالومیږي، چې همدا سیلاب دی او که نور هم راوځي، همدا مسله موږ او تاسو ولیده، چې په لومړي سر کې واړه سیلابونه راوتلي ول چې کله خلک د لرګیو د نیولو په خاطر وردننه شول، نو وروسته دوی پوې نه ول چې سیلاب را ډېر شو او سخت ځاني زیان يې رامنځته کړ.))

د یادونې وړ ده ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ اړوندو ادارو ته په کابل، خوست او نورستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې رسولو امر کړی، خو تر اوسه نه دي ويل شوي چې افغان حکومت سېلاب ځپلو ته د مرستې لپاره څه تدابير نيولي دي.
XS
SM
MD
LG