د لاسرسي ځای

د خیبر اېجنسۍ عالم ګودر لار پرانیستل شوه


په خیبر ایجنسۍ کې د عالم ګودر لاره چې د تیرو ځلورو کلونو راهیسې د ولسي خلکو د تګ راتګ په وړاندې تړل شوې وه ، بیرته پرانیستل شوه. حکومتي چارواکي وايي په سیمه کې د بري منو پوځي عملیاتو نه پس دغه لاره د ولسي تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده. په باړه کې د لشکر اسلام او نورو وسله والو ډلو پرضد د پاکستان پوځ له یوې اوږدې مودې راهیسې عملیات کوي.
XS
SM
MD
LG