د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: سېلاوونو ۱۰۰ کسان وژلي او ژوبل کړي


په افغانستان کې دتیرو دوو ورځو راهیسې د راغلو سېلاوونو له امله د سلو په شاو خوا کې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سېلاوونو له امله لغمان، ننګرهار ، خوست او کابل ولایتونو کې خلکو ته زیات زیانونه اوړیدلي دي. سېلاوونو د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ډیره مرګ ژوبله اړولې ده.
دخوست نه د مشال راډیو خبریال خبر راکوي چې ددغه ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د سېلاوونو له امله یوولس کسان وژل شوي دي.
د افغانستان د خوست ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې سخت سېلاوونه راغلي، چې له کبله يې د پنځو ښځو او دو ماشومانو په ګډون یوولس تنه وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG