د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې بمي چاودنو ۱۹ کسان وژلي دي


په عراق کې بمي چاودنو او ډزو ١٩ کسان ووژل. په دغو پېښو کې تر ټولو خونړۍ د بغداد د شمال په سل کيلومترۍ کې کمين و، چې هدف يې د يوه پوځي قوماندان ډګر جنرال عبدالامير الزيدي د موټرو کاروان و، وسلوالو د الزيدي شپږ ساتونکي ووژل او څلور نور ټپيان کړل.
په پېښه کې ده ته زيان نه دى رسېدلى. د روان ميلادي کال له پيله په عراق کې تاوتريخوالى زيات شوى، خو د روژې په مبارکه مياشت کې زيات بريدونه پر ملکيانو او امنيتي ځواکونو شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG