د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا یوه لوړ پوړي چارواکي له مصري چارواکو سره ولیدل


د امريکا يوه عالي رتبه استازي د مصر په پلازمېنه قاهره کې له مصري چارواکو سره خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې هڅه کېږي د مصر د ليرې کړاى شوي اسلامپال ولسمشر محمد مرسي او د موقت حکومت د پلويانو ترمنځ روان کړکېچ ته سوله ييز حل وموندل شي.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال ويليم برنز پرون د مصر د بهرنيو چارو له وزير نبيل فهمي سره د اخوان المسلمين ګوند او د دې ګوند د سياسي څانګې ازادي او عدالت ګوند له غړو سره تر کتنې وروسته خبرې وکړې.
فهمي زياته کړه، د پوځ له خوا تشکيل شوى موقت حکومت نه غواړي په هېواد کې د روان سياسي بحران د پايته رسېدو لپاره ځواک وکاروي، تر هغو چې اړ نه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG