د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران ستر مذهبي مشر د روحاني ولسمشري ومنله


د ايران مذهبي مشر پرون حسن روحاني د ايران د نوي ولسمشر په توګه تاييد کړ.
د ايران د اساسي قانون له مخې د حسن روحاني د ولسمشرۍ څلور کلنه دوره د ايت الله علي خامنه اي تر تاييد وروسته پيلېږي.
خامنه اي په يوه اعلاميه کې وويل، روحاني ته د ولسمشرۍ د پوسټ مبارکي ورکوي، د هغه انتخابېدل يې د انقلاب د ارمانونو يو پيغام بللى دى.
د ايران ولسمشر زياته کړه د ده هدف دا نه دى چې د ايران خلک نهيلي کړي، بلکې ده د سياسي او اقتصادي ثبات پر اړتيا خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG