د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ماشومان ځانمرګو حملو له پاره روزل کېږي


سرچینه: دي ګارډین

د برتانیوۍ (دي ګارډين) ورځپاڼې خبريال، انډريو اوهاګن، تېره مياشت افغانستان ته ولاړ چې د دغه جګړه ځپلي هېواد د ماشومانو حالت له نېږدې وڅاري.


نوموړی د خپل رپورټ په پيل کې د افغانستان د پکتيا ولايت د يوه ۱۵ کالن ماشوم، چې بېلتون نومېږي، کيسه کوي چې دی څه رنګه د خپل پلار په سلا، د کندهار يوې مدرسې او بيا له هغه ځايه د پاکستان يوې مدرسې ته د ديني زده کړو له پاره ولېږدول شو.

بيلتون، په داسې حال کې چې يوه ځانمرګی بريدګر ترې جوړ کړل شوی وو، بيرته افغانستان ته لاړ او له خپل يوه بل همزولي ملګري سره يو ځای په کندهار کې هغه وخت ونيول شو چې د امريکايي ځواکونو پر اډه يې بريد ته ځان جوړاوه.

ليکوال د ماشومانو د خير ښېګڼې له پاره د نړيوالې ادارې يونيسيف د يوه رپورټ په حواله وايي چې د افغانستان د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو په جګړه کې د ماشومانو مرګ ژوبله، د تېر کال د هم دې مودې په پرتله ۳۰ په سلو کې زياته شوې.

په ليکنه کې ويل شوي، افغان ماشومان د جګړې د هر يو لوري له خوا په نښه کېږي.

په ليکنه کې راغلي، د تېر جون مياشتې په ۳ مه نېټه په پکتيا کې پر يوه ښوونځي ځانمرګی بريد وشو، چې په کې ۱۰ ماشومان مړه او ۱۵ نور ژوبل شول. له دغې پېښې درې ورځې وروسته، په کونړ ولايت شوي د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې ۳ ماشومان ووژل شول او اووه نور زخميان شول.

د ليکوال په خبره، هغه افغان ماشومان چې د ځانمرګيو بريدګرو په توګه کارول کېږي، هم د افغانستان د جګړې قربانيان دي.

د ګارډين ورځپاڼې ليکوال وړاندې وايي، په افغانستان کې دا مهال يوازې يوه غير دولتي اداره ورته مالومه ده چې د نيول شويو ځان وژونکو ماشومانو بيرته عادي حالت ته په راوستلو کې مرستې کوي.

په ليکنه کې د امنيتي دلايلو له امله د دغه ادارې نوم نه دی ورکړل شوی، خو مشر يې، ډاکټر کريمي ورځپاڼې ته ويلي چې دغه رقم ماشومان رواني (نفسیاتي) ستونزې لري.

د ده په خبره، له ځان مرګيو بريدګرو ماشومانو څخه پر زياترو يې د دوی د مشرانو ملګرو له خوا جنسي تېري شوي وي.

ډاکټر کريمي وايي، د دې ماشومانو له ذهنونو هغه څيزونه، چې په ديني مدرسو کې ورته ښودل شوي وي، لرې کول ډېر ستونزمن کار دی.

نوموړی زياتوي، د دوی اداره هڅه کوي چې د دغه ماشومانو ژوند خوندي کړي او د پوهنې له پاره يې هغه اسلامي اصول وکاروي چې د دوی سر پرې په اسانه خلاصېږي.

په داسې حال کې چې نړيوال ځواکونه له افغانستانه وتلو ته تيارۍ نيسي او په دغه هېواد کې د تاوتريخوالي پېښې مخ په زياتېدو دي، د افغانستان له پاره د يونيسيف استازي پيټر کرولي يادې ورځپاڼې ته ويلي چې له افغان ماشومانو سره د نړيوالو مرستو کمېدل به دوی له لا ډېرو خطرونو سره مخامخ کړي.
XS
SM
MD
LG