د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې سېلاوونو اووه کسان وژلي دي


کوټه - په بلوچستان کې د قدرتي آفتونو د نظم اداره وايي د صوبې په بېلا بېلو سیمو کې د بارانو له امله لږ لږه اووه تنه وژل شوي او په سلګونو کورنۍ متاثره شوې، چې د دوی په خبره د متاثره کورنيو لپاره يې امدادي سامان استولی دی.


د بلوچستان د اطلاعاتو سیکريټري قمر مسعود او د قدرتي آفتونو د نظم ادارې صوبايي مشر عطاء الله مینګل په يوه خبري غونډه کې وویل: ((تراوسه په دې بارانو او سیلاوونو کې اووه تنه وژل شوي دي. په جل مګسي، لورالايي او حب سیمه کې وګړيو ته مالي او ځاني زیان رسېدلی دی. ټول اووه تنه وژل شوي، چې پينځه په کې په حب کې ، يو کس په جل مګسي او يو هم په لورالايي سیمه کې ددې سیلاوونو له امله وژل شوی دی.))

د اطلاعاتو د سیکريټري وايي، بارانو او سیلاوونو تاوان رسولی خو د ده په خبره، حالات تراوسه ددوی په کنټرول کې دي.

د ده په خبره د شنبې او یکشنبې په ورځ يې د امدادي سامانو ټرکونه بېلا بېل سېلاو ځپلو سیمو ته استولي دي.

قمرمسعود رسنوالو ته وویل: ((حکومتي چارواکي ټولو سېلاو ځپلو سیمو ته په وخت رسېدلي دي. حکومت هر ځاي ته رسېدلی او په ټولو سیمو مانا لورالايي، جل مګسي او حب کې امدادي کارونه پېل شوي دي. او حالات تراوسه د صوبايي حکومت په مکمل کنټرول کې دي. هیڅ داسې ځای نشته چې زموږ چارواکي دي رسېدلي نه وي او امدادي کارونه دي يې پېل کړي نه وي.))

له دې سره د قدرتي آفتونو د نظم د ادرې صوبايي مشر عطاء الله مینګل د اتوار په غرمه مشال راډيو ته وویل د صوبې په تربت سیمه کې يوه خوړ پينځه تنه وړي چې د ده په خبره د درو مېرمنو مړي يې ترلاسه کړي خو دوه تنه نور لا هم ورک دي.

د پاکستان د نورو سیمو په څېر په بلوچستان کې سیلاوونو ته په پام سره د بلوچستان وزیراعلا ډاکټر عبدالمالک بلوڅ رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په ټولو سیمو کې بايد ټولو وګړيو ته امدادي سامان په وخت ورسېږي، او صوبايي حکومت به په امدادي کارونو کې هیڅ خنډ برداشت نه کړي.

هلته د صوبې چیف سیکريټري په ټولو ضلعو کې لوړ پوړو چارواکو د اختر رخصتۍ ځنډولې او ټولو ته يې په خپلو سیمو کې د اختر په ورځ هم د کار کولو امر کړی دی.
XS
SM
MD
LG