د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وړوکي اختر نوي کیسټونه


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د روژې میاشت پای ته په رسېدو ده او د وړوکي اختر له پاره د پښتونخوا د موسیقۍ بازار ته نوي کیسټونه هم راځي.


دا یو ډول دود دی چې په هر اختر کې بازارونو ته نوي کیسټونه او سي ډي ګانې ور ووځي او خلک یې اخلي.

په پېښور کې د موسیقۍ دوکانونو چلوونکي وايي، که څه هم د تېرو وختونو په څېر د دوی د کاروبار خوند نه دی پاتې خو بیا هم ډېرو سندرغاړو نوي البمونه جوړ کړي دي چې په اختر کې به خپاره شي.

کرن خان وايي، دا ځل یې هم اختر ته البم راځي چې (باور) نومېږي او دا ځل یې په سندرو کې وایلن او شپېلۍ ډېره غږولې ده.

یو بل سندر غاړی ظفر اقرار وايي، ده هم اختر ته نوی البم تیار کړی دی چې په کې ټپې هم دي، ولسي سندرې هم دي او د اتڼ برخه هم لري.

په پېښور کې د کیسټونو رېکارډولو او خپرولو دوکان اوډین میوزیک هاوس مالک شاهد خان وايي، دې اختر ته دوی اته نوي البمونه را وباسي.

په خپرونه کې د کیسټونو د پوښ له ډیزانوونکي کمال سره هم خبرې شوې دي.

د اختر د البمونو په اړه نور تفصیل په خپرونه کې واورئ چې په کې سندرې هم شته.

د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG