د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان مني چې ډرون حملې مهم وسله وال په نښه کوي


اسلام اباد - پاکستان منلې چې د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې مهم وسله وال په نښه کېږي.


دا خبره، د جمعې پر ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چودري په خبري غونډه کې وکړه.

خو ده دا هم وویل چې په دې حملو کې د ولسي خلکو د نښه کېدو ویره هم په کې موجوده وي نو دوی ځکه یې د درولو غوښتنه کوي.

چودري وویل، اسلام اباد ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري سفر ګټور وو.

ده وویل، دواړه ملکونه د ستراتیژیکو خبرو پیلولو ته نږدې شوي دي.

چودري په پاکستان کې د ترهګرو شبکو د شتون په اړه وویل، ددوی ځواکونو وخت په وخت د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې د دغو ډلو پرضد عملیات کړي او په دې لاره کې یې زیاتې قربانۍ هم ورکړي دي.

ده د ډرون بریدونو په معامله د امریکا او پاکستان تر منځ د نظر د اختلاف په اړه وویل :

((د امریکا حکومت د پاکستان له دریځه خبر دی او درناوی یې کوي. د هغوی خپلې اړتیاوې دي، خو زموږ له خوا ورته خبره رسېدلې ده چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د دواړو هیوادونو اړیکو له پاره ښه نه دي. نور چې هغه [جان کیري] څه ویلي، زه ورباندې تبصره نه کوم.))

د یادونې وړ ده چې پاکستان تل د بې پیلوټه الوتکو پر حملو خپګان ښودلی دی.
XS
SM
MD
LG