د لاسرسي ځای

تازه خبر

که تړون نه شي، افغانستان سره به د عراق غوندې کار وشي


واشنګټن - د افغانستان له پاره د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد وايي، که افغانستان له امریکا سره ستراتیژیک تړون لاس لیک نه کړ، نو پایله به یې داسې وي لکه په عراق کې وشول.


د تړون نه کېدو له کبله امریکا له عراقه خپل ټول ځواکونه یو مخ و ایستل.

خلیل زاد چې له امریکا غږ سره یې خبرې، کولې وویل که د ولسمشر کرزي د کار په دوره کې دا تړون ونه شو ، نو د لنډ مهالي حکومت په دوره کې به دا کار ترسره شي.

زلمی خلیل زاد وايي، که ولسمشر کرزی د خپل ټاکلي وخت تر پوره کولو وروسته هم په واک کې د پاتې کېدو هڅه وکړي نو دا به د ده په وینا د افغانستان شخړه لا نوره پسې کړکېچنه کړي.

د خلیل زاد په اړه ویل کېږي چې په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسمشرۍ له پاره ځان کاندیدول غواړي.

په مرکه کې هم ده ویلي چې په دې اړه له خپلو ملګرو سره په مشورو لګیا دی.
XS
SM
MD
LG