د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی وايي، د سولې بهیر ناکامي به بدې پایلې ولري


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وایي، که پاکستان ته د ده راتلونکی سفر د سولې د پروسې په برخه کي بریالی نه شي، نو د پاکستان او افغانستان دواړو له پاره به ښې پایلې و نه لري.

د ارګ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کي ویل شوي، ولسمشر کرزي دا خبره د جمعې پر ورځ، د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا له ځانګړي استازي جیمز ډابنز سره د کتنې پر مهال وکړه.

په خبرپاڼې کی ویل شوي، ډابنز، پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري د سفر په اړه کرزي ته معلومات ورکړل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، کرزی به په نېږدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر وکړي ، خو د سفر نېټه یي تر اوسه نه ده اعلان شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG