د لاسرسي ځای

تازه خبر

سولې بهیر ناکامي، کابل و اسلام اباد له پاره بده ده


کابل - د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وایي، که پاکستان ته د ده راتلونکی سفر د سولې د پروسې په برخه کي بریالی نه شي، نو د پاکستان او افغانستان دواړو له پاره به ښې پایلې و نه لري.


د ارګ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کي ویل شوي، ولسمشر کرزي دا خبره د جمعې پر ورځ، د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا له ځانګړي استازي جیمز ډابنز سره د کتنې پر مهال وکړه.

په خبرپاڼې کی ویل شوي، ډابنز، پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري د سفر په اړه کرزي ته معلومات ورکړل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، کرزی به په نېږدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر وکړي ، خو د سفر نېټه یي تر اوسه نه ده اعلان شوې.

له یوې مودې راهیسې د افغانستان و پاکستان اړیکي خراب دي.

افغانستان پر پاکستان تور پورې کوي چې طالبان یې تر واک لاندې دي او د سولې خبرو ته یې نه پرېږدي.

کابل پر اسلام اباد دا تور هم پورې کوي چې پر خپله خاوره یې د وسله والو مرکزونه جوړ کړي دي او هغه وسله وال په افغانستان کې د سولې خبرو ته نه پرېږدي.

خو پاکستان له دې تورونو انکار کوي او وايي، د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې چې څه کولای شي، کوي یې.

په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو او د ملي امنیت سلا کار سرتاج عزیز کابل ته تللی وو او له افغان ولسمشر حامد کرزي یې غوښتي ول چې اسلام اباد ته لاړ شي.
XS
SM
MD
LG