د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا په پاکستان کې د مصر کودتا ته څنګه ګوري؟



واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، دا خبره ډېره د حېرانتيا وړ نه ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د ولسمشر محمد مرسي په ضد د مصر پوځي کودتا ته زيات ارزښت نه ورکوي ځکه چې امريکا د مصر له پوځ سره ښې اړيکې لري او هر کال ورسره يو ارب ډالره مرستې کوي.


د امريکا يو قانون وايي چې حکومت بايد د کودتا پر مهال د هغه هيواد مرستې ودروي خو د ولسمشر اوباما انتظاميه داسي انګېري چې دا اقدام به يې د هيواد په ګټه نه وي او په همدې خاطر کودتا ته له کودتا ويلو په شا کيږي.

ورځپاڼه ليکي، جان کېري په دې ترڅ کې يو ګام نور هم مخ ته ولاړی کله چې نوموړي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال په اسلام آباد کې له يو شخصي ټېليويژن سره په مرکه کې وويل چې په مصر کې پوځ غوښتل چې جمهوريت بحال کړي ځکه چې په لکونه خلکو له پوځ څخه د مداخلت غوښتنه کړې وه چې د ګډوډۍ خطره وه.

خو په عين حال کې بيا کېري بېرته يوه بحث پارونکې خبره وکړه چې د مصر پوځ کودتا نه ده کړې بلکې هلته اوس هم يو ولسي حکومت شته چې د هيواد چارې پر مخ بيايي.

ورځپاڼه ليکي، دا خبره حېرانوونکې نه ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت غواړي چې د مصر کودتا ته کودتا ونه وايي بلکې د حېرانتيا وړه خبره خو دا ده چې کېري دا خبره په پاکستان غوندي هيواد کې وکړه ځکه دا هغه هيواد دی چې امريکا باور ورکوي چې د پوځ لخوا به د کودتا ملاتړ نه کوي.

په پاکستان کې د پوځ لخوا د کودتاوو يو تاريخ پروت دی. په ۱۹۹۹م کال کې د پوځ مشر جنرل پروېز مشرف د کودتا له لارې ځان ولسمشر کړی چې دا ګام د امريکا لپاره د پرېشانۍ سبب وګرځېدی خو دوه کاله وروسته د ولسمشر بش انتظاميې له کانګرېس څخه تر ځانګړي اجازت اخيستلو وروسته پاکستان ته مرستې بيا شروع کړې.

مشرف چې تر ۲۰۰۸م کال پوري په قدرت کې و اوس بيا پاکستان ته ستون شو او غوښتل يې چې واک ته ځان ورسوي خو داسي ونشول او د هيواد د آيين د پامالۍ په تور کې له عدالتي کاروايي سره مخامخ دی.

ورځپاڼه په پای کې ليکي، پاکستان د امريکا لپاره د اصولونو او ګټو تر منځ د يو مشکل بڼه لري او دا ډول ځيني وخت د پاکستان پوځ ته د جرات احساس وشي چې په سياست کې مداخلت وکړي نو د کېري لخوا په اسلام آباد کې ناست پر ټېليويژن باندي د مصر د منتخب ولسمشر ليري کېدو ته د جمهوريت د بهالۍ د نوم ورکولو خبره به د پاکستان له اوسني حالت سره مرسته ونکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG