د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې د جولای میاشت تر ټولو خونړۍ وه


ملګرې ملتونه وايي، د جولای په میاشت کې په عراق کې په فرقه یيزو شخړو کې ( یوزر اوه پنځوس ) کسان وژل شوې او له ( دوه زره درې سوو ) زیات نور ټپیان شوې دي .


ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ وویل، په دې کې ډېر قربانیان ملکي وګړي وو .
په دې لړ کې په بغداد کې ( دوه سوه اته دیرش ) کسان وژل شوې او ( اوه سوه ) کسان په کې ټپيان شوې چې تر ټولو اغیزمنه سیمه بلل شوې ده .

د عرق لپاره د ملګرو ملتونو سرپرست ځانګړې استازي ګیورګي بوزتین ویلي ، د مرګ ژوبلې دومره لوړه شمیره په تیرو پنځو کلونو کې سارې نه لري .

نوموړې پر عراقي مشرانو ټینګار کړې چې د دې بې ځایه وینې توییدنې د مخنیوي لپاره دي بیړني اقدامات وکړي .

د نوې کال د پیل راهیسې په عراق کې په بریدونه کې ناڅاپي زیاتوالی راغلی دی . له دې سره په دې هیواد کې د هغو فرقه یې شخړو د بیا تازه کیدو اندېښنې زیاتې شوې دي چې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ م کلونو کې په کې په زرګونو عراقیان ووژل شول .

ملګرې ملتونه وايي، د روان میلادي کال د پیل راهیسې په عراق کې ټول ( څلور زره یوسلو دریارلس ) کسان وژل شوې دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG