د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا:ځانوژونکي برید ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله



پرون د چارشنبې پر ماښام د پکتیکا ولایت د جانخیلو ولسوالۍ په ښارګوټي کې ځانمرګی برید شوی، چې په کې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او د یو ماشوم په ګډون اته تنه ملکي وګړي په کې ټپیان شوي دي.


د پکتیکا ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه مشال راډیو ته په رسیدلې خبر پاڼه کې راغلي، چې ځانوژونکی برید د ملا منان او حمید په نومونو د دوو تنو د کاندارانو د هټیو مخې ته شوی دی چې په دې برید کې د ملا منان یو زوی وژل شوی او همدرانګه یو شمیر دکانونو ته هم مالي زیان رسیدلی دی.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې ټپیان په بیړه د امنیتي کسانو له خوا د درملنې لپاره د ښرنې ولایتي روغتون ته لیږدول شوي او د یاد روغتون ډاکټرانو د ټپیانو روغتیايي حالت ښه بللی دی.

پکتيکا والي محب الله صميم د یاد برید غندنه کړې او ویلې یې دي، چې د دولت وسلوالو مخالفینو په دې برید سره یو ځل بیا وښوده چې دوی د ملکي وګړو د مرګ او ژوند پروا نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان سیاسي دفتر یا یوناما انديښنه ښودلې وه، چې د روان زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي وګړو تلفات ۲۳ فیصده زیات شوي.

په همدې حال کې په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د جګړې له ښکیلو خواوو غوښتنه کړې، چې د ملکي تلفاتو را کمیدو ته جدي پاملرنه وکړي.

تر اوسه د یاد ځانمرګي برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG