د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د تښتول شویو کسانو خپلوان په ویر دی


د بلوچستان په لورالایي ضلع کې دتښتول شويو ډاکټرانو بچیان وایي، هر روژه ماتی یې د خپلو پلرونو په ېاد کې تېر شو،خو لا هم مالومه نه ده چې د کور مشران یې چرته او چا وړي دي؟


دوی زیاتوي،حکومت هم تر اوسه دوی ته هېڅ کره حال نه دی ور کړی.

له ډاکټرانو سره تښتول شوی د روغتون دډرایور محمدانور زوی،نصیر خان مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل،د پلار د تښتونې پېښې ډېر غمجن کړی دی.

٫٫زه شاوخوا ۱۲ کالن یم او په روڼو او خوېندو کې تر ټولو لوی هم زه یم او مور ته د تسلي او حوصله ورکولو لپاره یوازې زه پاتې یم.زموږ ټوله کورنۍ او په تېره بیا زموږ مور ډېره غمجنه ده چې آخر دا څه له موږ سره کېږي؟روژه روانه ده او په کور کې مو د خوړلو لپاره هېڅ نه شو پاتې.د محلې ګاونډېان موږ سره مرسته کوي،لیکن آخیر تر څو؟زموږ د ورڼو تعلیم اغېزمن شوی دی.د دې غم به څوک خوري؟موږ له تښتوونکیو ځخه غوښتنه کوو چې د انساني همدردۍ په خاطر دې زموږ پلار را خلاص کړي٬٬

د تښتول شوي ډاکټر،نصرالله لُور،عاصمه بیا وایي،د روژې هر ماښام یې له پلاره بغېر تېر شو

٫٫ښه مې یاد دي چې پخوا به په هره روژه او هر روژه ماتي کې زموږ بابا له موږ سره ګډ ناست و.موږ ته به یې دعاوې کولې.موږ ته به یې د ښو کارونو نصیحت کولو او زموږ لپاره به یې پر هر روژه ماتي قسم قسم خوراکونه راوړل،لیکن دغه روژه کې هر روژه ماتی مو د بابا په ېاد کې تېر شو.نه هغه خوراکونه وې او نه هغه د روژه ماتي خوندونه٬٬

د روغتون دیو بل تښتول شوي کارکوونکي زوی،یحیا خان هم پر هر روژه ماتي خپل پلار یادوي.

٫٫زموږ روژه ماتی دا شان دی چې کله روژه ماتی پېل شي نو سترګې مو پر لوی وره دروازه و درېږي چې اوس به بابا راشي او اوس به راشي،خوانتظار دی چې نه ختمېږي . ؛

د تېښتول شوي ډاکټر،نصرالله بله لُور شه پاره بیا وایي،حکومت دوی یوازي په غلطو خبرتیاوو پرېشانه کړي دي؛

٫٫حکومت تر اوسه موږ سره هیڅ هم نه دي کړي.یوازې د انتظار او صبر خبرې راته کوي،لیکن دغه صبر او انتظار مو هغه وخت له لاسه ور کړ کله چې یو څو اونۍ وړاندې باقاعده د امنیتي ځواک اېف-سي له اړخه خبرتیا په رسنیو کې خپره شوه چې دوی تښتول شوي ۳ ډاکټران راخلاص کړي دي او د باقې پاتې ۲ کارکوونکیو د راخلاصولو لپاره عملیات روان دي.دغه خبرتیا موږ د خوشحالۍ له یو عجبه احساس سره مخامخ کړو،خو وروسته بیا د ېاد ځواک له اړخه اعلان وشو چې هغه خبر صحیح نه و.دلته پوښتنه راپورته کېږي چې حکومت که د تښتول شویو کسانو راخلاصولو لپاره څه نه شي کولی،نو کم از کم په غلطو خبرتیاوو خو دې موږ پرېشانه کوي نه٬٬

شه پاره که له یوې خوا د حکومت له روله خوشحاله نه ده،خو بلې خوا ته د ټولنې له عامو وګړو ډېره خوشحاله ده او وایي، چې ښاریانو له دوی سره ډېره غمرازې کړې ده او د دوی ټینګ لاس نیوی یې کړی دی

یاده دې وي،د تېرې جون میاشتې پر ۱۱مې نېټې د ډویژنل روغتون لورالایي درې ۳ ډاکټران،ډاکټر محمد انور،ډاکټرنصرالله او ډاکټر محمد ایاز سره د روغتون له دوو کارکوونکیو،محمد انور او محمد فاروق هغه وخت د ژوب او کلا سېف الله تر مېنه له سیمې و تښتول شول،کله چې دوي له لورالایي د ژوب پر لور یوې فاتحې ته روان وو.دلته دا خبره هم د ېادولو ده چې تر دې دمه حکومت د دغې تښتونې پېښې په اړه هېڅ قیسمه مالومات نه دې ورکړې چې دا کار به چا د څه لپاره کړی وي.

XS
SM
MD
LG