د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ د جیلونو د ما تیدو امکان هم شته



د سند صوبې د جیلونو وزیر منظور وسان ویلي ، په ډیره اسماعیل خان او بنو کې د وسله والو طالبانو لخوا په زندانونو د حملو وروسته دوی د سند صوبې د هغو زندانونو امنیت سخت کړی ، په کومو کې چې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو نیول شوي کسان ساتل کیږي.


په کراچۍ کې د چهارشنبې په ورځ خبریالانو سره په خبرو کې نوموړي وویل، د سند صوبې د ښارونو کراچۍ،سکر او حیدراباد په جیلونو کې د ۲۰۰ په شاوخوا کې د نیول شویو جهادي ګوندونو غړي بندیان دي او دوی ته وار دمخه په دې جیلونو د حملو په اړه مالومات ترلاسه شوي دي .

((ترهګر د حملې لپاره اوله ترجیح د کراچۍ جېل ته ورکوي، ددوی دویمه ترجیح د سکر زندان دی ،دغه راز د حیدراباد جېل هم ددوی د حملې په لیسټ کې شامل دی. په دې زندانونو کې د جهادي ګروپونو کسان بندیوان دي.))


منظور وسان زیاته کړه دوی د کراچۍ په ګډون د سند صوبې په نورو برخو کې د موجودو زندانونو د امنیت لپاره لازم امنیتي ګامونه پورته کړي دي .

د کراچۍ ،سکر او حیدراباد په جیلونو کې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو تحریک طالبان پاکستان او لشکر جنګوي په ګډون د یو شمیر نورو ډلو زنداني پلویان ساتل کیږي .

څو هفتې وړاندې په ځینو رسنیو کې داسې رپورټونه خپاره شوي وو چې د سند هایي کورټ په جج جسټس مقبول باقر باندې د ترسره شوې حملې پلان په کراچۍ جیل کې دننه ترتیب شوی دی، دغه حمله چې پکې نوموړی جج زخمي شوی او د هغه ساتونکي ۹ پولیس سرتیري پکې وژل شوي و، پړه یې وسله والو طالبانو منلې وه .

د هغې وروسته د رینجر ځواک ۲۰۰ سرتیرو د کراچۍ په سنټرل جیل کې تر څو ساعتونو عملیات کړي وو او د کالعدم ګوندونو د پلویانو له بیرکونو څخه یې دموبایل ټلیفونونو او انټرنیټ توکي هم ترلاسه کړي و. د پولیس چارواکو په وینا له دغو شیانو څخه د ترهګرۍ په پیښو کې کار اخیستل کیدلای شو.

یاده دې وي ،د کراچۍ ښار له بیلا برخو څخه وخت په وخت قانون نافذونکې ادارې د عملیاتو په مهال د لشکر جنګوي او تحریک طالبان پاکستان د ګڼ شمیر کسانو د نیولو ادعاوې کوي .

دغه کسان محکمې ته د وړاندې کولو وروسته د سزا دتیرو لو په موخه د کراچۍ په زندان کې ساتل کیږي . د جیل چارواکي وایي ځینې خطرناک زندانیان دوی د کراچۍ څخه د داخلي سند نورو جیلونو ته هم د سزا تېرولو لپاره لیږدوي.
XS
SM
MD
LG