د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنټاګون: افغان ځواکونه مرستې ته اړتیا لري


د امریکا د دفاع وزارت وایي، د افغانستان امنیتي ځواکونه د څو نورو کلونو لپاره مرستې ته اړتیا لري.


پنټاګون په یوه نوي راپور کې ویلي، سره له دې چې د افغانستان د ملي اردو ځواکونه پیاوړي شوي خو بیا هم د روزنې او مالي چارو په برخو کې بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې؛ طالبان کمزوري شوي او د افغانستان حکومت ته جدي ګواښ نه شي پیښولی.

د امریکا د دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونه له ۲۰۱۴ م کال وروسته هم ملاتړته اړتیا لري.

پنټاګون په هغه نوي راپور کې چې د امریکا کانګرس ته یې وړاندی کړی، ویلي چې؛ د افغانستان ملي اردو پیاوړی کېږي، خو زیاتوي چې دغه اردو په ۲۰۱۴ کال کې په دې هېواد کې د امریکا او ناټو دجنګي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته بیا هم د نورې روزنې او مالي چارو په برخو کې بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري.

تردې مخکې د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي و، چې د دې امکان شته چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هېڅ یو امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې نه شي. خو په دې اړه تر اوسه پریکړه نه ده شوې.

د اېسوشیېټېډ پرس د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت ویلي لومړې چې دا نه دې مالومه شوي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به څومره امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې شي، په دې اړه چې د افغانستان حکومت به د طالبانو په وړاندې برلاسۍ وي کنه؟ قضاوت کول ګران دي.

د امریکا د دفاع د وزارت په راپور کې ویل شوي چې؛ په افغانستان کې د اوږد مهاله ثبات لپاره د موثرحکومت، د قانون حاکمیت او دوامداره اقتصادي وده ضروري ده. خو زیاتوی چې پراخ اداری فساد او نورومختلفو عواملو پردغو مسایلوسیوری غوړولی.

د امریکا د دفاع وزارت په دغه نوی راپور کې ویلي چې؛ د افغانستان په مختلفو سیموکې د طالبانو نفوذ په کمیدو دی. طالبان کمزوری شوي او د دې توان نه لري چې د افغانستان حکومت ته جدي ګواښ پیښ کړي.

خو په راپور کې دا هم ویل شوي چې؛ طالبان تر اوسه په لرې پرتو سیمو کې نفو‌ذ لری او له هغه ځاییه د کابل د ځنډو په ګډون پرښارونو حملې کوي.

له دې مخکې په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو قومندان جنرال جوزیف ډانفورډ ویلي و، چې لږترلږه درې یا څلور کاله نور هم د دې اړتیا شته چې امریکايي ځواکونه د جګړې د لومړۍ کرښې ترشا فعالیت وکړي او افغان ځواکونو ته د لوژستیک، هوايي ملاتړ او د استخباراتي معلوماتو په راغونډولو او تحلیل کې مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG