د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکایي سېنېټران مصر ته ځي



د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ریپبلیکن ګوند دوه سېنېټرانو جون مېک کېن او لینډسې ګراهم ته وویل، چې مصر ته لاړ شي او د دغه هېواد موجوده مشرتابه او مخالیفینو سره لیدل کتل وکړي.


سېنېټرګراهم پرون د سېشنبې پر ورځ تصدیق کړه چې دوی دواړه به هڅه کوي چې راتلونکې هفته د مصر دوره وکړي.

دا دواړه د سینیټ د پوځي خدماتو د کمیټۍ غړي دي.
ګراهم وویل دوې دا متفقه پیغام رسول غواړي چې په جیلونو کې د مخالیفینو د اچولو لړۍ د پوځي کودتا په څیر ښکاري.

د روانې میاشتې په سر کې پخوانې صدر محمد مورسي د واک نه د لرې کولو را په دیخوا په مصر کې حالات ډېر کړکیچن دي.

په دې نا آرامیو کې په سلګونو کسان چې زیاتره یې د مورسي پلویان دي د مورسي د مخالیفینو او پولیسو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

دیورپي یونین د خارجه چارو د تګلارو مشرې کیتهرین آشټن پرون د سېشنبې پر ورځ د مصر دوره سرته ورسوله چې په کې یې د مورسي سره هم ملاقات کړې.

مورسي له واکه د لرې کیدلو نه پس په نامالوم ځایې کې بندیوان دې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG