د لاسرسي ځای

تازه خبر

”بېلتونپالي بلوڅان خبرو ته رابولو “ مالک بلوڅ


د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر مالک بلوڅ
د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر مالک بلوڅ

؛ د بلوچستان له ټولو وګړيو سره هغه که بلوڅ وسله وال دي او که مذهبي مشران، له هغو ټولو سره به موږ خبرې کوو. او د دوی شکايات به اورو؛.

د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ ویلي دي. تر اختر وروسته يوه پارلیماني کمېټۍ جوړه وي، چې هغه به په صوبه کې له بېلتونپالو بلوڅانو او د ترهګرۍ د نورو پېښو د مخنيوي لپاره د ټولو اړونده خلکو سره خبرې کوي.


د بلوچستان په اسمبلۍ په غونډه کې چې د دوشنبې په ماځيګر پېل شوه او ماښام پای ته ورسېده. په کې د اسمبلۍ شاوخوا ټولو غړيو ګډون درلود. په غونډه کې د صوبې په خراب امنیت بحث وشو، چې په کې ټولو غړيو بېل بېل خبرې وکړې. خو د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ بیا وویل ؛ په کوټې ښار کې به د پولیسو او ملیشه ځواکونو بې ځایه پوستې ختم او تر کوچني اختر وروسته به يوه پارلیماني کمېټۍ جوړه کړي، چې په صوبه کې د ترهګرۍ د پېښو د مخنيوي لپاره به له ټولو فریقو سره خبري وکړي؛. تر غونډې وروسته وزیراعلی له رسنیو سره په خبرو کې وویل

؛ د بلوچستان له ټولو وګړيو سره هغه که بلوڅ وسله وال دي او که مذهبي مشران، له هغو ټولو سره به موږ خبرې کوو. او د دوی شکايات به اورو؛.

د مالک بلوڅ په خبره دا پارلیماني کمېټۍ چې په کې به سیمه ایز قبايلي مشران او مخور سیاستوال وي، د ترهګرۍ د پېښو د مخنیوي لپاره به له بلوڅو وسله والو سره سره د فرقه ايزه پېښو د مخنیوي لپاره هم له مذهبي مشرانو سره خبرې اترې وکړي؛. تر څو دده په خبره په کوټه او ټول بلوچستان کې هغه پخوانی امن يوارې بیا بحال شي. خو په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیسيون مشر مولانا عبدالواسع بیا وايي ؛ د بلوچستان اوسني وزیراعلی مالک بلوڅ هم تر اوسه د صوبې لپاره هېڅ ونه کړه، او هره خبره يې يواځې تر خلوصه محدوده ده؛.

؛په صوبه کې نه برق شته، نه روزګار او نه هم نور څه. لاکن وزیراعلی بیا هم وايي زه به له خلوص سره کار کوم. زه دا وایم چې د دې صوبې د ستونځو هوارولو لپاره د جدي ګامونو پورته کولو ضرورت دی، چې ټول فریقين په اعتماد کې واخیستل شي؛.

د ډاکټر مالک بلوڅ له خوا له بېلتونپالو بلوڅانو سره د خبرو اترو لپاره د پارلیماني کمېټۍ په اړه بیا هم د اپوزیسيون مشر وویل ؛کوم حکومت چې په درې مياشتې کې کابینه جوړه نه کړه، فکر نه کوي، چې د بلوچستان د يوې ستونځې د هوارېدو لپاره دي هم کار وکړي.

د بلوچستان اسمبلۍ په دې غونډه کې په صوبه کې د بجلۍ په نشتوالي هم بحث وشو، او ټولو غړيو په ګډه وویل چې د برق د نشتوالي په اړه دې جدي ګامونه پورته شي، چې وګړي له ډېرو ستونځو خلاص شي.

له دې سره چې د اسمبلۍ درې غړيو سردار اختر مینګل، حمل کلمتي او ظفر زهري لا هم نه تراوسه په غونډه کې ګډون کړی او نه يې هم د غړيتوب سوګند کړی، خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ نوې غړې عارفه صدیق د دوشنبې په ورځ په دې غونډه کې لوړه وکړه.
XS
SM
MD
LG