د لاسرسي ځای

د تېری سېشنبې په شپه په نیمه قبایلي سیمه دره آدم خیل کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځه په نښته شوې چې په کې اته تنه وسله

د تېری سېشنبې په شپه په نیمه قبایلي سیمه دره آدم خیل کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځه په نښته شوې چې په کې اته تنه وسله وال او دوه د امینتي ادارې اهکار وژل شوي دي.


د پاکستان په سرکاري راډیو نن د خپور شوي یو خبر له مخې دا پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې وسله والو په سور غر سیمه کې د امنیتي ادارو پر یوه چیک پوسټ برید وکړ.

امینتي چارواکي وايي، په دې برید کې خوا اوشا ۶۰ وسله والو په درنو وسلو په دوی حمله وکړه چې په جوابي کاروايي کې په شا وتمبول شوه.

په دې نښته کې د امنیتي ادارو پنځه تنه ژوبل شوي هم دي.

ددې نښتې په اړه لا هم د وسله والو لخوا څه نه دي ویل شوي.
XS
SM
MD
LG