د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د ګوزڼ ضد کمپین یو پولیس ساتونکی ووژل شو


د بلوچستان په پښين سیمه کې وسله والو د پولیو پر يوې ډلې برید کړی دی، چې په کې د پولیسو په خبره د دې ډلې ساتونکی یو پولیسو سرتېری وژل شوی


د بلوچستان په پښين سیمه کې وسله والو د پولیو په يوې ډلې برید کړی دی، چې په کې د پولیسو په خبره د دې ډلې ساتونکی د پولیسو سرتېری وژل شوی او وسله وال تر پېښې وروسته په تېښته کې بریالي شوي دي.


تر برید وروسته په سیمه کې ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول بند شوي دي.

د پښېن ښار پولیسو د سېشنبې په سهار مشال راډيو ته ویلي ددې ښار په کلي تراټه کې نامالومه وسله والو د پولیو په يوې ډلې برید کړی، او د دوی ساتونکی يې وژلی دی. د پولیسو په خبره وسله وال چې په يوه موټر ساييکل سپاره وو، تر پېښې وروسته په تېښته کې بریالي شوي دي.

د پښین ځايي خبریال او د پېښې عیني شاهد اصغر اتل له سیمې مشال راډيو ته وویل،

له پښين سره په شاوخوا يوه کیلوميتر د بازار کونې په نامه يوه سیمه ده، چې کلي تراټه هم ورته وايي، دلته د پولیو پر يوې ډلې چې د دویېمې ورځې په پولیو کمپاين بوخت وو، نامالومه وسله والو برید وکړ، چې په کې يې د دوی ساتونکی چې د پولیسو سرتېری وو، او نوم يې شاه محمد وو، په هم هغه ځای وژل شوی دی.

د اصغراتل په خبره د پوليو ياده ډله چې په دوو نارينه و کارکوونکو مشتمله وه، درېيم ورسره د پولیسو سرتېری د دوی ساتونکی وو.

هلته د پښين د صحت د څانګې مشر ډاکټر شاه جهان بیا مشال راډيو ته وویل ؛تردې پېښې وروسته په ټولو سیمو او کلیو کې ماشومانو د پولیو څاڅکي ورکول بند کړي دي؛.

تردې پېښې وروسته ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکول بند شوي دي. دا زموږ درېيم لمبر ډله ده چې پرې برید شوی او د پولیسو سرتېري په کې وژل شوی دی. په ټول پښين کې د پولیو درې سوه نهه ډلې وې، چې ماشومانو ته يې د پولیو څاڅکې ورکول؛.

د ویلو وړ ده چې د پښين په يوولسو يونین کونسلو کې د دوشنبې له ورځې راهیسې د ګوزڼ د مخنیوي د څاڅکو کمپاين پېل شوی وو، چې صحت د څانګې د چارواکو په خبره همدا سیمې د پولیو یا ګوزڼ لپاره تر ټولو زیاته اساسه ګرزول شوې او هم ځکه يې د پولیو دا خصوصي کمپاين پېل کړی وو.

د پولیو ناروغۍ پر ضد کارکوونکې ادارې وايي ؛د بلوچستان پښين او کلاعبدالله لاهم هغه سیمې دي، چې په کې تر ټول پاکستان زیات د پولیو يا ګوزڼ کیسونه ورسره درج شوي دي.

په پښين کې د پولیو پر ډلو دا لومړی برید دی، چې تردې وړاندې تېر کال د کوټې په بای پاس سړک نامالومه وسله والو د پولیو پر ډلې برید کړی وو، او يو کارکوونکی يې وژلی وو. که څه هم د پولیسو له خوا د بايي پاس سړک پېښه کورنۍ بدي ښوول شوي وو، خو د پشين د ننۍ پېښې مسوولیت تر اوسه لا هم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG