د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د ټاکنو نوی خپلواک کمیسیون وټاکل شو


د افغانستان د وزیرانو شورا د چارو اداره وایې چې ولسمشر حامد کرزي د یوه فرمان په صادرولو سره د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نوي غړي و ټاکل.


عبدالرحمن هوتکي، سریر احمد برمک، محمد حسین ګرزیوال، محمد عزیر بختیاري، قاضي سلیمان حامد ، ډاکټر احمد یوسف نوستاني، ګلالی اڅکزی، لیلا احراري او شریفه زرمتي هغه کسان دي چې د جمهور رییس لخوا ټاکل شوي دي.

د چارو ادارې مسولان وایې، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د نویو غړو د لوړې تر مراسمو وروسته به د یاد کمیسیون رییس، مرستیال او منشي هم له همدې کسانو څخه و ټاکل شي.

دا نهه تنه د هغو ۲۷ کسانو له ډلې څخه ټاکل شوي دي چې لست یې څه موده مخکې د غوراوي کمیټې لخوا ولسمشر ته سپآرل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG