د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام جګړه


شام: په حلب کې د بشار الاسد پلوه ځواکونو په هوايي برید کې کنډکپرې ودانۍ. ۲۷ جولای ۲۰۱۳
شام: په حلب کې د بشار الاسد پلوه ځواکونو په هوايي برید کې کنډکپرې ودانۍ. ۲۷ جولای ۲۰۱۳

د بشارالاسد حکومت هڅه کوي د شام پر شمالي برخو، چې د دمشق نه تر هومز او د حما نه تر لتاکيا پورې سيمې په کې شاملې دي، خپله حکومتداري وساتي.

دې اکانومسټ نومې مجلې په يوه ليکنه کې ويل شوي چې په شام کې روانې جګړې په دغه هېواد کې بېلا بېلې خپلواکه ډلې رامينځ ته کړي دي.


د ليکنې تر مخې، د بشارالاسد حکومت هڅه کوي د شام پر شمالي برخو، چې د دمشق نه تر هومز او د حما نه تر لتاکيا پورې سيمې په کې شاملې دي، خپله حکومتداري وساتي.

په عين حال کې د شامي حکومت وسله وال مخالفين کوشش کوي چې د هېواد هغه سيمې چې پر پراخو دښتو مشتملې دي، کنټرول کړي.

بلخوا داسې اوازې هم راپورته شوې چې د شامي ياغيانو په ليکو کې له القاعده سره تړاو لرونکو سخت دريځو اسلامپالو ډلو نفوذ کړی، چې ښايي په هېواد کې اسلامي حکومت اعلان کړي.

ليکنه زياتوي، د شام په ختيځو سيمو کې بيا د کردانو ډلې، چې د شامي حکومت لخوا يوه اوږده موده ځپل شوي، د کورنۍ جګړې خبرو ته په هوا ورکولو د خپلواکه سيمو جوړولو په هڅه کې دي.

په ليکنه کې وړاندې راغلي، د شامي حکومت د اپوزيشن ډلو ملاتړي خليجي هېوادونه ښايي له دوئ سره هغومره مرستې، چې ايران، روسيه او په لبنان کې فعاله حزب الله ډله يې د بشارالاسد له حکومت سره کوي، و نه کړي.

پر دې سربېره، ياغيانو د حکومت پر ضد خپلې سختې جګړې ته دوام ورکړی دی او ورته وسلې اوس هم له باندې ورکول کيږي.

ليکنه وايي، د امريکايي ځواکونو قومندان جنرال مارټن ډيمپسي د روانې مياشتې په ۲۲ مه نېټه په شام کې د پوځي مداخلې خبره وکړه، خو زياتوي چې په دغه لړ کې اکثره کارونه امريکا ته په ډېره ګرانه بيه تمامېدای شي.

په ليکنه کې په واشنګټن کې د څېړنکارانو له خولې ويل شوي چې امريکايي حکومت لا هم د شام په اړه د يوې پاليسۍ پر جوړولو غور کوي.
د اکانومسټ مجلې له ليکنې سره سم، شام د يوه هېواد په توګه نور شتون نه لري. د هېواد په بېلا بېلو برخو کې مختلف قوانين، چې ځينې قامي دي او ځينې شرعي، رايج دي، او ځينې سيمې بيا داسې هم دي چې قانون نومي څيز په کې څوک پيژني هم نه.

ليکنه وايي، د هېواد په مختلفو سيمو کې پر حکومتي ودانيو بېلا بېل بېرغونه رپيږي.
XS
SM
MD
LG