د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر کې پوځ ته لا پراخ واک سپارل کېږي


د ولسمشر لخوا د جاري شوې حکم تر مخه وزیراعظم حازم بېب لاوي ته واک ورکړل شو چې د قتل پرته د بېړني حکومتي امنیتي عدالت نور ټول احکام معطل کړي.

په مصر کې د تېرې اونۍ په پای کې د خونړیو پېښو وروسته د هېواد لنډمهالي ولسمشر، وزیراعظم ته واک ورکړي چې پوځ ته د ولسي خلکو د نیولو اجازه ورکړي.


د اتوار په ورځ د ولسمشر لخوا د جاري شوې حکم تر مخه وزیراعظم حازم بېب لاوي ته واک ورکړل شو چې د قتل پرته د بېړني حکومتي امنیتي عدالت نور ټول احکام معطل کړي.

دا حکم په داسې حال کې ورکول کېږي چې پر یکشنبه د لېرې کړل شوي ولسمشر محمدمرسي پلویانو ژمنه وکړه چې د خالي پر ورځ په خونړیو نښتو کې د ۷۲ کسانو د مړینې له خونړۍ پېښې سره سره به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکړي.

د جولای میاشتې پر درېیمه نېټه د مصري پوځ له لو لوري د ولسمشر مرسي له واکه له هېسته کېدو راهیسې، دا د تشدد تر ټولو ناوړه پېښه وه. د ولسمشر محمد مرسي ګوند اخوان المسلمین وایي، د تشدد د په دې پیښو کې د وژل شوو شمیره تر سلو زیاته ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG