د لاسرسي ځای

تازه خبر

لېبیا: بنغزي کې چادونو ۱۰ تنه ژوبل


راپورونه وايي د لیبیا په ختیځ ساحلي ښار بنغازي کې دوه لویې چاودنې شوي دي. دا چاودنې بېګا ماښام (یکشنبې او دوشنبې منځنۍ شپه) د عدلیې ودانو ته نزدې شوې دي.


د چارواکو په وینا چاودونو ۱۰ تنه ژوبل شوي دي.

له چاودونو وروسته په بنغازي کې سلګونه کسان لارو کوڅو ته راووتل او د تاوتریخوالي د بندیدو غوښتنه يې وکړه.

په بنغازي کې دا چاودنې په داسې حال کې شوي چې یوازې څو ورځې وړاندې په همدې ښار کې وسله والو یو جیل مات کړ او له زرو تنو زیات قیدیان يې ازاد کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG