د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د ماشومانو د نقلي وسلو ضد کمپین



د کراچۍ ښار په پښتون میشتو سېمو کې د اختر نه وړاندې د ماشومانو د لوبو د تمانچو او ټوپکو پر ضد کمپین پیل شوې دي. دغه کمپین یوې غیر سرکاري ادارې رڼا ډېولپمېنټ ټرسټ پیل کړی دی.


د یادي اداري مشر ارشد خان مشال ریډیو ته ووی چې په اختر کې زیاتره ماشومان نقلي وسله اخلي او دا د ماشومانو پر نفسیاتو بد اغیز اچوي.

ارشد خان زیاته کړه چې د یوي اندازي تر مخه د کراچۍ په پښتون میشتو سیمو کې تیر کال د اختر په موقع د دوه کروړ روپو نقلي تمانچې او ټوپکې پلورل شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG