د لاسرسي ځای

تازه خبر

میران شا: ډرون برید ۶ مشکوک وسله وال ووژل


په شمالي وزیرستان کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په حمله کې شپږ تنه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.


په میران شا کې د ځایې انتظامیی یوتن بیګاه مشال ريډیو ته د نوم نه خپرولو په شرط ویلې دې چې یوې بې پیلوټه الوتکې تېره شپه ناوخته د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې د وسله والو په مرکز دوه توغندي وویشتل.

چارواکې زیاته کړه، چې ویشتل شوي کسان یې نه دي پېژندلي.

بل خوا تېر مازېګر د پاکستان د امنیتې ځواکونو د قافلي یو ټرک په بنو مېرانشاه سړک نسکور شوی چي په کي څلور ۴ سرتېري مړه او اتلس ۱۸ ژوبل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG