د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان جمهوري سفر


ستړي مه شئ. د جمهوریت خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په تېره خپرونه کې مو د جمهوریت پر تاریخ خبرې وکړې. په هغې خپرونه کې تاسې واورېدل چې په پاکستان کې د پرلپسې پوځي رژیمونو راتګ د دې هیواد جمهوري سفر ته تاوان ورساوه.


همدا راز، په پاکستان کې یوازې پوځ نه وو چې بیا بیا یې د دې هیواد جمهوري عمل اغېزمن کړی دی، بلکې په دې هیواد کې د ایین یا اساسي قانون د جوړېدو عمل هم ورو وو. همدا راز، تر ډېره دا فیصله هم و نه شوه چې په هیواد کې باید صدارتي یا ولسمشریز نظام وي او یا هم پارلېماني. خو د ۱۹۷۳ز کال په اساسي قانون کې په پاکستان کې د پارلېماني جمهوري نظام عملي کول غوره وګرځول شول، خو بیا هم دوه کودتاګانې وشوې او څو څو ځلې ولسمشر حکومتونه ړنګ کړل.

په پېښور کې د ټولنیزو او سیاسي چارو شنونکي ډاکتر خادم حسین مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې د جمهوري عمل پر وړاندې لا هم خنډ شته دی او د دې وجه دا ده چې دلته غیر جمهوري قوتونه مضبوط دي.

پاکستان په ۱۹۴۷ز کال کې د هند تر وېش وروسته جوړ شو. په دې هیواد کې پوځ ولې دومره پیاوړی شو چې د دولت یا ریاست ټولې چارې یې په خپلو لاسونو کې واخیستې؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د پاکستاني پوځ پخواني برېګېډیير سعد محمد خان وویل، اصلاً په هغه وخت کې په پاکستان کې مسلم لیګ ګوند ډېر کمزوری وو او دا چې هیواد له بهرني خطر سره هم مخامخ وو.

په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو څانګې مشر پوهاند ډاکتر اعجاز خان هم د برېګېډییر سعد محمد خان له خبرو سره موافق دی خو وايي، په سیاست کې د طاقت یا واک یو مرکز موجود وي.

پوهاند اعجاز وايي، د پاکستان او هند دواړو پوځ د برتانیې تر واک لاندې وو، خو په پاکستان کې سیاسي ګوندونه او نظام ډېر کمزوری وو نو ځکه پوځ ته لار په لاس ورغله چې د هیواد پر هر څه واکمن شي.

ټوله خپرونه د غږ په ځای کې واورئ:

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG