د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې هزاره ګانو ځانمرګی تر حملې مخکې وژلی دی


د بلوچستان په مرکز کوټه کې هزاره ګانو یو ځانمرګی برید کوونکی په ډزو وژلی دی.

د کوټې پولیس مشر میر زبیر محمود رسنیو ته ویلي، د شنبې پر ماښام د روژه ماتي په وخت کې یو ځانمرګی حمله کوونکی هزاره ټاون ته ننوت خو خپل هدف ته تر رسېدو مخکې ووژل شو:

((یو ځانمرګی بریدګر په یوه طریقې د [هزاره ګانو] بازار ته ورغلی وو خو پر وخت ځینو کسانو ولید او هغه کار یې و نه کړای شو چې ده د ځانمرګي برید له لارې کول غوښتل.))

په کوټه کې پر هزاره ګانو د وسله والو په ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو او بمي حملو کې په سلګونه اهل تشیع هزاره ګان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG