د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د امن کمېټۍ یو مشر وژل شوی دی


د سوات امن لښکر
د سوات امن لښکر

د خيبر پښتونخوا د سوات په کبل تحصیل کې وسله والو د ځایې امن کميټۍ مشر او د امن لښکر غړۍ بديع الرحمان په ډزو وژلی دی.


۵۰ کالن بديع الرحمان د ملافضل الله د کلي مام ډېرۍ اوسېدنکی وو او د وسله والو طالبانو سخت مخالف وو.

د کبل امن لښکر مشر ادريس خان په دې اړه وایي: ((دا پېښه ماښام ته نېږدې وشوه. ده له خپلو څارویو [شېدې لوشلې] چې دغه وخت کې یو سړی راغلی او ډز یې کړی دی، دی یې [ویشتلی] دی. بس زموږ د ټول قام یو دهشت ګرد تنظیم دښمن دی او دا کارونه پټ په پټه کوي.))

د رحمان د وژنې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.

تر دې مخکې د بدیع الرحمان ورور بخت بیدار هم وسله والو په ډزو وژلی وو.

بخت بیدار د امن کمېټۍ مشر وو.
XS
SM
MD
LG