د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مصر کې لسګونه کسان وژل شوي، سلګونه ژوبل


په مصر کې د وژل شویو مړي پراته دي
په مصر کې د وژل شویو مړي پراته دي

قاهره - په مصر کې د اخوان المسلمين ګوند يوه وياند ويلي چې د پوځ په لاس ليري شوي ولسمشر محمد مورسي پلوۍ مظاهرو پر مهال د دوی ۷۰ غړي وژل شوي دي.


دا کسان د پوليسو د ربا الاداويه جومات خوا او شا ترمنځ د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنخ نښتو کې وژل شوي.

بلخوا بي بي سي په قاهره کې د يو ډاکټر له خولې ليکلي چې د وژل شوو شمېره ۱۰۰ تنه ده او خوا او شا ۱۰۰۰ کسان زخميان شوي هم دي.

دغه ادعا سم د لاسه تصديق شوې نه ده. خو قاهرې ته نږدې په يوه روغتون کې روغتيايي کارکوونکو او خبريالانو تاييد کړه، چې تېره شپه ګڼ کسان په ډزو وژل شوي يا هم ټپيان دي.

تر دې مخکې د لرې کړاى شوي ولسمشر محمد مرسي د مخالفانو او پلويانو ترمنځ د مظاهرو پر مهال په شخړو کې اووه کسان ووژل شوي وو.

زياتې وژنې په سکندريه ښار کې شوې دي. دې وژنو د مصر بحران نور هم ژور کړى دى. زيات اټکل کېږي چې پوځ به د محمد مرسي د ګوند، اخوان المسلمين په وړاندې شديد اقدامات وکړي.

په تحرير ميدان کې د مرسي يوې مخالفې مېرمن رحيم وويل، خلک اسلامپاله مشرتابه نه غواړي:

((زه دلته د ټولو شهيدانو د ملاتړ لپاره راغلې يم، ځکه موږ په دې هېواد کې اخوان المسلمين او ترهه ګري نه غواړو. موږ غواړو خلک ، هغه که مسلمانان وي يا عيسايان يو موټي وي.))

بلخوا څارنوالان وايي له مرسي څخه دا مهال په ٢٠١١م کال کې د مصر د پاڅون پر مهال له بند څخه د تېښتې، د ساتونکو او سرتېرو د وژنې په تړاو څېړنې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG