د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتونخوا کې ګرځنده عدالتونو کار پیل کړی دی


په خېبر پښتونخوا کې نن موبايل يا ګرځنده عدالتونو خپل کار پېل کړې .
د پاکستان په تاريخ کې دا لومړې ځل دی ګرځنده عدالت جوړکړل شوی چې پرانسته به يي نن د پيښور هاي کورټ چيف دوست محمد خان کوي. دغه عدالتونه چې په ځانګړو بسونو کې به وي هغو سيمو ته به ورځي چېرې چې خلک عدالتونه نه لري . په دغه مقدمو به د خلکو خرچه هم نه راځي ، اوس مهال يوبس چې يونيم کروړ روپۍ خرچه پرې راغلې د يوه عدالت ټول ضروري سهوليات په کې موجود دي تيار کړل شوی دی ،همداشان به يولس عدالتي بسونه تيارولې شي. ياده دی وي چې د موبايل عدالتونو جوړولو لپاره په تېر حکومت کې هلې ځلې شورو شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG