د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام شخړې حل پاره مخالفې ډلې غونډه کې ګډون کوي


ډیپلوماټان وايي ، د شام د حکومت اصلې مخالفې ډلې غواړي، په جنېوا کې پلان شوي کنفرانس کي چي په شام کې کړکیچ ته د سیاسي حل لارې د موندلو په هدف جوړیږي ګډون وکړي.
مارک له يل چي په بریتانیا کې د ملګروملتونو سفیر دی وایي، د شام د اپوزیشن د ملي ایتلاف نوی منتخب مشر احمدالجربا په څرګنده توګه د جنېوا په کنفرانس کې د ګډون ژمنه وکړه او هغه د یوه انتقالي ادارې اعلامیه ورکړې ده.
دا مسله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو او د شام د حکومت د مخالفانو په غیر رسمي غونډه کې مطرح شوې ده.
.په عین حال کې په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا د سفیر څرګندوني د فرانس او روس د سفیرانو له خوا تایید شوې دي.
د شام د اپوزیشن د ملي ایتلاف نوی منتخب مشر له روس غوښتی څو له دمشق سره له پوځي مرستو لاس واخلی خو په مقابل کې یې له واشنګته غوښتی چې د شام د حکومت مخالفانو سره د وسلو مرسته وکړي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG