د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د جولای ۲۸ مه)


ایکسپریس ټریبون لیکي ـــــ د منصوبه بندۍ او پرمختیا د څانګې له خوا په قبایلي سیمو کې د پرمختیا د پروژو لپاره اتلس اعشاریه پینځه بلینه روپۍ کیښودې شوي دي. دا یو ډیر ښه ګام دي او طمعه څرګندیږي چې دا مالي پنګې به په قبایلي سیمه کې د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره په کار راوستلې شي.


ورځپاڼه لیکي ــــ د قبایلي سیمو اوسیدونکي ترهه ګرۍ او سخت دریزۍ زپلي دي ـــ او دغلته د تعلیم وده یو مهم کار دی. په کالینز پرمختیا پلان کې د تعلیم لپاره د درې اعشاریه شپږ اته بلینه روپۍ منظور کړې شوي دي ـــــــ ددغې سره سم ـــــ د تفریحي هلوځلو او ځوانانو لپاره د روزګار ـــــ لپاره په بودیجه کې د لوبو، کلتور او ځوانانو د چارو د څانګې ـــــ پرانستل هم د ستاینې وړ ګامونه دي.

داسې ښکاري چې د کالیز پرمختیاي پلان په جوړولو کې د ډیر کړاؤ نه کار اخستې شوې دی او تعلیم ، روغتیا او پاکو اوبو ــــــ د اسانتیاؤ ورکولو ته ډیر پام شوې دی ــــ بله دا چې پر ځاي د نوو منصوبو د شروع کولو ــــــ دا پریکړه شوې ده چې د مخکې نه پیل شوې ـــــ منصوبې به پوره کولې شي.

ورځپاڼه لیکي ـــــ قبایلې سیمې د دریو لسیزو نه د ننګونو سره مخ دي او دا حق لري چې ـــــ د پرمختیا د پروژو لپاره ډیرې پنګې ترلاسه کړي ــــ ګورنر شوکت الله هم د قبایلي سیمو سره تړاو لري ـــــ او د پرمختیا په دې منصوبو پیل کولو د ستاینې وړ دی.

بل خوا ـــ اي ایف پي خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي ــــ افغانستان راتلونکي کال د ټولټاکڼو لپاره د نومونو لیکلو لړي هغه کلیوالو سیمو ته غزولې چرته چې د منیت وضع هم ډیره ښه نه ده.

د نوم لیکلو بهیر ــــ کوم چې د وړاندې نه په ښاري سیمو کې پیل شوې وو ــــ اوس په ۳۴ ولایتونو کې ــــ ۴۰۰ مرکزونو ته غزول شوې دی ـــ چرته چې هر هغه څوک د ووټونو اچولو لپاره ـــ خپل نوم لیکلې شي چې عمر يي اتلس کالو ته رسیدلې وي.

د ولسمشرۍ ټاکنې به د کال ۲۰۱۴ م د اپریل په میاشت کې ترسره کیږي. ولسمشر کرزۍ ته د هیواد د آیین ترمخه ــــ په دریم ځل د ولسمشرۍ په ټاکڼو کې د برخې اخستو اجازه نشته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG